2021-06-27 at 12.25.59

په کونړ کې خلک د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ راټول شوي

neshananews

27 June 2021

د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې نن یکشنبه (د چنګاښ ۶مه)د نظام او امنیتي ځواکونو پر ملاتړ غونډه شوې. په دې غونډه کې د سیمې خلکو د امنیتي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ بللې او د دوی هڅې یې ستایلې.

د نورګل ولسوالۍ ولسي مشرانو امنیتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع په لاره کې اتلان یاد کړل او له دوی څخه یې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ او هیله څرګنده کړه.

په دغه غونډه کې د نورګل ولسوال شاه خسرو ابرار له سیمه ییزې ادارې سره د ولسونو له دایمي همکاریو مننه وکړه او له ولسونو یې وغوښتل، څو په خپلو سیمو کې د امنیت د لا ښه والي او د نظام ضد تبلېغاتو په مخنیوي کې له دولت سره پوره پوره همکاري وکړي.

تر دې مخکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅونونه شوي.