په کونړ کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي
د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دغه ولایت اسمار ولسوالۍ په ډب خوړ او بروړو سیمه کې د دفاعي او امنیتي له خوا د وسلوالو طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره شوي.
د چارواکو په وینا په دغه پېښه کې ۷ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې، چې د یادې سیمې د یو مشهور قومندان په ګډون پکې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
چارواکي زیاتوي، د دغه بریدونو پر مهال د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.