د امریکا سفارت: د طالبانو وروستي بریدونه سیاسي حللارې ته د دې ډلې ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، پر لویو ښارونو د طالبانو وروستیو بریدونو ښوولې، چې دا ډله سیاسي حللارې ته ژمنه نه ده. یاد سفارت پر جوزجان او نیمروز ولایتونو بریدونو ته په اشارې یادې څرګندونې کړې دي.
په کابل کې د امریکا سفارت نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې پر جوزجان، نیمروز، هلمند، کندهار او هرات د طالبانو بریدونو غندلي دي.
د امریکا سفارت ویلي، چې پر ولایتونو د طالبانو بریدونه د طالبانو هغه ژمنې تر پوښتنې لاندې کوي، چې د سیاسي حل په موخه یې کړې دي. په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتي، چې د سولې خبرو ته کېني او ژر تر ژره پر ولایتونو بریدونه ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالی سره د امریکا بې ـ۵۲ ډوله الوتکې په هرات، هلمند او جوزجان کې طالبان په نښه کړي دي.