کونړ کې د لشکر طیبه ډلې د یو مهم غړي په ګډون شپږ وسلوال طالبان وژل شوي
د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته د (چنګاښ ۲۴مه) د یاد ولایت اسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د لشکر طیبه ډلې مهم او کلیدي غړی سیف الله سره له پنځه نورو وسلوالو طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.
د چارواکو په وینا دغه کس د پاکستان تابیعت درلود او په کونړ کې یې د ترهګریزو بریدونو په طرحه او سازماندهي کې د وسلوالو طالبانو لپاره خورا مهم نقش درلود.
چارواکي زیاتوي، په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او په سیمه کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د هېواد لوی درستیز ولي محمد احمدزی ګوښه کېږي
7 Aug 2021
په زابل کې ۶۰ طالبان وژل شوي
5 Aug 2021