dc55fcf6-b008-48c0-8c94-5a87666299ba

په هلمند کې په تېرو ورځو کې ۳۲۶۰ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

08 August 2021

سادات وايي، په هلمند کې ۳۲۶۰ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات د شپې ناوخته (د زمري ۱۶مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د هلمند ولايت په ښار او ولسواليو کې د افغان ځواکونو د تېرو ۱۱ ورځو هوايي او ځمکنیو عملياتو په پايله کې ۳۲۶۰ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.

سادات لیکلي، په دې يوولس ورځنيو عملياتو کې ۱۲۶۰ طالبان وژل شوي او ۲۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

سادات همداراز هغو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې اولادونه یې د طالبانو په ليکو کې دي. هغه ویلي، چې دا کورنۍ دې خپل اولادونه له طالبانو جلا کړي؛ کنه د افغان ځواکونو تر ګوزارونو لاندې به راشي.

وسلوالو طالبانو د يادو ادعاوو اړوند څه نه دي ويلي.