په زابل کې ۶۰ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، په زابل کې د هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۶۰ طالبان وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن پنجشنبه (د زمري۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک پر ملاتړ د زابل ولایت مرکز قلات اړوند په تور بند، تبق سر او زوزګر سیمو کې طالبان په نښه کړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې بریدونو کې ۶۰ طالبان ووژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي.
ملي دفاع وزارت وايي، په شویو عملیاتو کې د طالبانو ۴۰ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او لس موټرونه یې له یو شمېر وسلو او مهماتو سره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.