لښکرګاه؛ د طالبانو د يوه قومندان په ګډون ۵۴ وسلوال وژل شوي
امنيتي چارواکي وايي، په هلمند کې د طالبانو د يوه قومندان په ګډون ۵۴ وسلوال وژل شوي دي.
۲۱۵ ميوند قول اردو رسنيز دفتر نن يکشنبه ( د زمري ۱۷مه) رسنيو ته په لېږل شویو خبرپاڼه کې لیکلي؛ افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ کې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالۍ کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دغه عملياتو کې د وسلوالو طالبان د بريدونو مسؤل مولوي هجرت په ګډون ۵۴ وسلوال وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي د افغان ځواکونو چایېز عمليات لا هم روان دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د يادو ادعاوو اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلې.