د هېواد لوی درستیز ولي محمد احمدزی ګوښه کېږي
معتبرې دولتي سرچینې، مني چې لوی درستیز ولي محمد احمدزی به ژر له دندې ګوښه شي.
یوې معتبرې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شه نن شنبه (د زمري ۱۶مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې ښاغلی احمدزی به په نږدې ورځو کې له دندې ګوښه شي.
دا سرچینه وايي، چې د میوند ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات یا جنرال هیبت الله علیزی، چې اوس د قول اردو د عملیاتو قومندان دی، د احمدزي پر ځای ټاکل کېږي.
ولي محمد احمدزی له بسمالله محمدي سره یو ځای یوه میاشت مخکې د هېواد لوی درستیز وټاکل شو؛ خو په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ښاغلی احمدزی د جګړې پر ځای په قول اردوګانو کې له خپلو نظامي سیالانو پر غچ اخیستو تمرکز کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې طالبانو پر لویو ښارونو بریدونه زیات کړي او یادې ډلې د جوزجان او نیمروز مرکزونه هم نیولي دي.
د هېواد لوی درستیز ولي محمد احمدزی ګوښه کېږي
7 Aug 2021
په زابل کې ۶۰ طالبان وژل شوي
5 Aug 2021