کونړ کې شل وسلوال طالبان وژل شوي
د کونړ امنیتي چارواکي وایي، پرون جمعه (د چنګاښ دویمه) د یاد ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک A29 الوتکو په وسلوالو طالبانو یو شمېر هوایي بریدونه ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا په دې بریدونو کې ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي.
چارواکي زیاتوي، د دغه بریدونو پر مهال د وسلوالو طالبانو ۶ عرادې بېلابېل ډوله وسایط او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.