ولسمشر غني ازبکستان ته تللی
ارګ وايي، ولسمشر د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د ازبکستان مرکز تاشکند ته روان شوی. ارګ نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ولسمشر غني په یوې دوه ورځنۍ ناسته (مرکزي او جنوبي اسیا، سیمهییز اتصال، ستونزې او فرصتونه) کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی.
د خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر به په دې ناسته کې د سیمهيیز اتصال په اړه خبرې وکړي او بیا به د ازبکستان له ولسمشر سره وګوري.
ولسمشر غني په داسې حال کې ازبکستان ته تللی، چې په وروستیو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې ناامنیو د مرکزي اسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي.