225626554_4161603157249228_8889436332275500188_n

غني: که طالبان له نظامي لارې بریا غواړي د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي

neshananews

29 July 2021

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، که طالبان له نظامي لارې په جګړه کې بریا غواړي، د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

ښاغلي غني نن پنجشنبه (د زمري اوومه) د بیرغ د ملي ورځ په مناسبت جوړې شوې، غونډې ته وویل، که طالبان غواړي د ملکي وګړو له وژنو لاس پر سر شي باید سیاسي لاره غوره کړي.

ولسمشر وايي، حکومت پر یوه عملي پلان کار کوي، چې پر مټ یې په هېواد کې د جګړې وضعیت بدل کړي. د غني په خبره د افغانستان خلک به هېڅکله تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو دریو میاشتو راهیسې په هېواد کې بریدونه زیات کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې طالبان تر اوسه هم لا له ملکي وګړو سره وحشیانه چلند کوي.