نیروهای امنیت ملی

ملي امنیت د نوې تګلارې په چوکاټ د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي

neshananews

04 August 2021

ملي امنیت ریاست وايي، چې د طالبانو پر وړاندې یې د یوې نوې امنیتي تګلارې په چوکاټ کې عملیات پیل کړي.

یاد ریاست نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د راپرځولو لپاره یې یاد عملیات پیل کړي دي. ملي امنیت ریاست وايي، د دې عملیاتو له پیل سره به ژر په هېواد کې امنیتي وضعیت بدل شي او په هېواد کې به بېرته ارامي راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ په یوه بېړنۍ ناسته کې له ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست څخه وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د منظمولو لړۍ پیل کړي. ښاغلي غني ویلي و، چې د دې امنیتي تګلارې له پلي کېدو سره په شپږو میاشتو کې د هېواد جګړه د امنیتي سرتېرو په ګټه بدلون وکړي.

د ولسمشر د دې تګلارې له مخې به د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکې دفاع، کورنیو چارو وزارت د هېواد د مهمو ښارونو او ولسوالیو د امنیت او ملي امنیت ریاست او امنیت شورا به د طالبانو پر وړاندې د خلکو د بسیج کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.