سیاسیون

ولسمشر غني له سیاسي رهبرانو سره امریکا ته پر سفر خبرې وکړې

neshananews

21 June 2021

د هېواد ولسمشر اشرف غني د هېواد له سیاسي مشرانو سره امریکا ته د هغه د سفر په اړه خبرې کړې. ارګ نن دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې لیدنه د هېواد له سیاسي رهبرانو سره نن تر غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې شوې.

محمداشرف غني، عبدالله عبدالله، سرور دانش، امرالله صالح، حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، د پارمان رییسانو او نورو سیاسي مخورو په دې ناسته کې ګډون کړی. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې په ملي اجماع، له دولتي ځواکونو پر ملاتړ خبرې شوې، تر څو د غني او عبدالله د امریکا په سفر کې بحث پرې وشي.

ارګ وايي، د ناستې د ګډونوالو له خوا امریکا ته د ولسمشر غني او عبدالله سفر بااهمیته بلل شوی او ښاغلي غني په دې ناسته کې سوله د هېواد لومړیتوب ګڼلې او ویلي یې دي، چې په دې لاره کې به نور ګامونه د ملي اجماع پر بنسټ اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د هېواد ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله واشنټن ته وربللي دي. د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې د دوی تر منځ لیدنه به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې په سپینه ماڼۍ کې وشي. عبدالله عبدالله د دې بلنې هرکلی کړی او وايي، دا لیدنه به د سولې په برخه کې ګټوره وي. ولسمشر غني تر اوسه واشنټن ته د سفر په اړه څه نه دي ویلي.