په ترکیه د عبدالله او اردوغان لیدنه
ملي روغې جوړې شورا اعلان کړی، چې د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي.
ملي روغې جوړې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې لیدنه پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) د انتالیا د ډیپلوماسي د ټولغونډې په څنډه کې په انقره کې شوې. د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لورویو پر افغان سوله خبرې کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي عبدالله په افغان سوله کې د ترکیې رول اړین بللی او له یاد هېواد څخه یې د افغان سولې د هڅو په پار مننه کړې. ښاغلي عبدالله په دې برخه کې د ترکیې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې. د ترکیې ولسمشر هم په یاده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې وه، ترکیه د افغان سولې په هکله د یوې غونډې کوربهتوب وکړي؛ خو د طالبانو د نه ګډون له امله غونډه تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې.
غني او عبدالله امریکا ته تللي
24 Jun 2021
په ترکیه د عبدالله او اردوغان لیدنه
19 Jun 2021