115815686_whatsubject

د طالبانو او دولت مرکچي پلاوو د اړیکو ډلو په دوحه کې لیدلي

neshananews

16 June 2021

د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د اړیکو ډلو په دوحه کې لیدنه کړې.
د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند محمدنعیم وردګ وايي، چې لیدنه پرون (سه‌شنبه، د غبرګولي ۲۵مه) شوې. ښاغلی وردګ وايي، دواړو لوریو د مرکچي پلاوو د ناستو په ترتیب خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو تر منځ خبرې یوه اوونۍ مخکې بیا پیل شوې؛ خو تر اوسه پکې پرمختګ نه دی شوی.
په وروستیو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د افغان سولې اړوند پاکستان ته سفر کړی او د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو تر منځ یې د افغان سولې اړوند د جدي او بنسټیزو بحثونو د پیل غوښتنه یې کړې ده.