Kabul-Airport-770x433

د ترکیې د دفاع وزیر: انقره افغانستان ته نور ځواکونه نه لېږي

neshananews

24 June 2021

د ترکیې د دفاع وزیر هلوسي اکار نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) رويټرز خبري اژانس ته ویلي، چې هېواد یې نه غواړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان ته اضافي ځواکونه ولېږي.

د رويټرز په راوپور کې د ښاغلي اکار له خولې راغلي، چې انقره به په افغانستان کې مېشت ځواکونه، چې د غوڅ ملاتړ تر ماموریت لاندې په افغانستان کې مېشت دي د کابل هوايي ډګر او نورو نظامي ودانیو د ساتنې لپاره وساتي. د ترکیې وزیر ویلي، چې د نورو ځواکونو د لېږلو هېڅ پلان نشته.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکایانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکي ځواکونو پر پاتې کېدو هوکړه کړې. د دې هوکړې له مخې ټاکل شوې، چې ترکي ځواکونه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر او نورو مهمو ودانیو د ساتلو لپاره په افغانستان کې پاتې وي.