د کاناډا پخوانی سفیر: ناټو په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې هېڅ ګام نه دی اخیستی
په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الیکسندر وايي، له ۲۰۱۴میلادي کاله تر اوسه امریکا په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې هېڅ ګام نه دی اخیستی.
ښاغلي الیکسندر نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳مه) پر خپله ټوېټرپاڼه په افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي جګړې نیوکه کړې. هغه وايي، دا جګړه تل له افغانانو قرباني اخلي. ښاغلي الیکسندر د دې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې. د کاناډا پخوانی سفر پر ناټو نیوکه کړې، چې د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې یې ګام نه دی اخیستی. هغه وايي، له ۲۰۱۴ تر اوسه په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه شوې؛ خو ناټو په دې اړه هېڅ ګام نه دی اخیستی.
دا خبرې په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا رییس حمدالله محب او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي تر منځ توندې لفظي خبرې شوې.
ښاغلي محب اسلاماباد د طالبانو پر ملاتړ او په افغانستان کې د نفوذ پر زیاتولو تورن کړی؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي، چې د محب خبرو د پاکستانیانو وینه اېشولې.