221666478_2948491875411891_9077369688869009100_n

د امنیت شورا بېړنۍ غونډه؛ د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په افغانستان کې د بشري ناورین خبر ورکړی

neshananews

07 August 2021

د ملګرو ملتونو ملي امنیت شورا د افغان اړوند بېړنۍ غونډه کړې.

د یوناما د خبرپاڼې پر بنسټ دا غونډه پرون جمعه (د زمري ١٥مه) شوې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو، امریکا، بریتانیا او چین استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز هم د وېډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه خبرې کړې او په افغانستان کې یې د بشري ناورين خبرداری ورکړی.

د یوناما د خبر له مخې مېرمن لیونز په وروستيو کې د افغان سولې لړۍ ناهیلې کوونکې او له ستونزو سره مخ بللې او ویلي یې دي د جګړې لړۍ لومړی ولسواليو او اوس ښارونو ته رسېدلې.

هغې طالبان د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو او د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي او ویلي یې دې، چې تېره اوونۍ يوازې په هلمند کې د طالبانو په بریدونو کې تر سل زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازې د ملي امنیت له نړیوالې شورا څخه د بېړنۍ پرېکړې غوښتنه کړې، تر څو طالبان پر ښارونو بریدونه ودروي. هغه ټینګار کوي، چې امنیت شورا باید ژر یو پرېکړه لیک د افغانستان اړوند وړاندې کړي.

مېرمن لیونز همداراز غوښتي، چې سولې ته کېني تو او بشردوستانه اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ پر هرات، هلمند، نیمروز، کندهار، تالقان او شبرغان ښارونو بریدونه زیات کړي.