د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د سلسلې عليخېل د تښتونې قضیې د څېړلو په موخه اسلاماباد ته تللی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مني، چې یو پلاوی یې د سلسلې عليخېل د تښتونې قضیې د ارزونې په موخه اسلاماباد ته تللی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند گران هېواد نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې یاد پلاوی نن دوشنبه (د زمري ۱۱مه) اسلام اباد ته تللی، چې هلته به د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې شواهد او اسناد وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه نېټه په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله عليخېل په اسلاماباد کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا تښتول شوې او شکنجه شوې وه.
تر دې پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر کړی و، چې په ۴۸ ساعته کې دې د سلسلې د تښتونې لاملین پیدا شي؛ خو تر هغې یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې په پاکستان کې د افغان سفیر د لور د تښتونې خبر رښتیا نه دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې د افغان دولت له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې، چې ورسره سم لومړی افغان دولت خپل ډيپلوماټان او سفیر له اسلاماباده راوغوښتل او ورپسې پاکستان هم ورته کار وکړ.
تر اوسه نه ده، څرګنده، چې تللی پلاوی به د دواړو هېوادونو تر منځ دا ناندرۍ هوارې کړي که نه.