IMG-20210629-WA0026

پاکستاني حکومت ته درې تسلیم شوي طالبان وژل شوي

neshananews

29 June 2021

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان د سروکۍ په زیارت ژۍ سیمه کې هغه درې طالبان وژل شوي، چې پاکستاني حکومت ته تسلیم شوي وو.
دا طالبان، چې پخوا د پاکستاني طالبانو (TTP) جنګیالي وو پرون سه شنبه (د چنګاښ اوومه) وژل شوي.
پاکستاني پولیس وایي، وژل شویو طالبانو تر تسلیمۍ وروسته له پاکستاني حکومت سره یو ځای د پاکستان د طالبانو خوځښت (TTP) پر وړاندې جګړه کوله او اوس یې د وژلو پړه چا نه ده منلې.
د پاکستان د طالبانو خوځښت (تحریک طالبان پاکستان) په ۲۰۰۷ کال کې د بیت الله مسعود تر مشرۍ لاندې منظم شو.
په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو خوځښت دا پخواني غړي په داسې حال کې وژل شوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړ، چې د طالبانو تحریک غړي له افغانستان څخه فعالیتونه کوي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې په ځواب کې وویل، چې یاده ډله په افغانستان کې هېڅ کومه چاره نه تر سره کوي.