FB_IMG_1623750589705

عبدالله: د ولسوالیو د سقوط تر شاه هېڅ منظمه تګلاره نشته

neshananews

15 June 2021

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د ولسمشر د لومړي مرستیال څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ولسوالیو د سقوط تر شا هېڅ منظمه تګلاره نشته.
د ملي روغې جوړې شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي عبدالله دا څرګندونې نن (سه شنبه، د غبرګولي ۲۵مه) په سپیدار کې له یو شمېر ځوانانو سره په ناسته کې کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي عبدالله زیاته کړې، چې یو شمېر لاملونه له ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو د وتلو لامل شوي.
د ملي روغې جوړې شورا رییس زیاته کړې چې د هیواد جګړه نظامي حلللاره نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي؛ خو طالبانو تر دې دمه دا نه ده منلې.
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د هېواد اوسنی وضعیت ستونزمن بللی
ښاغلي عبدالله ویلي، چې هېوادوال او سیاستوال په ګډت کولای شي د هېواد شته ستونزې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۴۰ ورځو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ لېږد لړۍ له پیل سره طالبانو د هېواد لسګونه ولسوالۍ نیولې.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د ولسوالیو سقوط طالبانو ته دام ګڼلی او ویلي یې دي، چې دا کار د یوې منظمې تګلارې له مخې تر سره کېږي.