IMG-20200218-WA0003

ختیځ د وطندار پروګرام د اتمې دورې کوربه

neshananews

19 February 2020

د وطندار پر نوم له خلکو څخه د ملاتړ پروګرام د سیمه‌ایزو ارګانونو پروګرام دی، چې د ولسمشر پر امر د هېواد په ټولو ولایتونو کې پلی کېږي. دا ځل په ختيځ (لغمان، کونړ او ننګرهار) کې د سیمه‌ایزو ارګانونو د مسوولینو او یویشتو ولایتونو د استازو په ګډون پیل شو. دا پروګرام په هېواد کې د فرهنګونو د نږدیوالي او فکرونو د تبادلې پر موخه تر سره کېږي، تر څو د هېوادوالو تر منځ د صمیمیت فضا رامنځته شي. جګړې او ناامنیو د هېواد د خلکو تر منځ هم واټن رامنځته کړی دی او د دې سبب شوي، چې له یوه بل سره اړیکې او پېژندنې له لاسه ورکړي. په کثرت‌ګرايۍ باور هغه وخت شونی دی، چې د هېواد خلک له یوه بل سره اړیکې پیدا کړي او د قومونو د هر ډول وېش پر وړاندې خلک ودرېږي.

لغمان ولایت په ختیځ کې د دې پروګرام لومړی کوربه و، چې د اتمې دورې ۲۱استازو پکې د فرهنګي پراختیا په موخه له تاریخي سیمو، فرهنګي ځایونو څخه لیدنه وکړه. د سیمه‌ایزو ارګانونو ادارې مشر عبدالمتین بېک په غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د یووالي تر بیرغ لاندې ژوند وکړي او له یوه بل سره پراخې اړیکې جوړې کړي، د ده په وینا افغانستان اوس تر بل هر وخت اقتصادي، فرهنګي او سیاسي پراختیا ته اړتیا لري.

د یاد پروګرام مسوول زین الله شهید زوی وویل، چې د ختیځ زون او نورو ولایتونو کې د یویشتو مسوولینو پر استازیتوب پروګرام به د لغمان په څېر په نورو ولایتونو کې هم وشي، تر څو خلک له یووالي څخه برخمن شي. د ده په وینا ورته پروګرام جوړول د هېواد د ملي وحدت د له منځه وړونکو پر وړاندې اغېزمن ګام دی، چې پکې د عزت، سرلوړۍ، سولې او ملي یووالي ټینګښت زېری دی.


د لغمان مسوولینو په دې پروګرام کې پر ګرځندوی او په یاد ولایت کې پر شته وړتیاوو بحث وکړ. د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم‌یار په پروګرام کې د هغو کړنو یادونه وکړه، چې د سیمه‌ایزو ارګانونو له لوري په لغمان کې پلې شوې. د ده په وینا په وروستیو پنځو کلونو کې دې ادارې په لغمان کې د پام وړ خدمتونه کړي دي. ګډونوالو د وطندار پروګرام ستاینه وکړه او و یې ویل، چې په فرهنګي برخه کې بې ساری ګام دی.

پرویز امین زاده له پروان ولایت څخه راغلی نوموړی وايي، چې د لومړي ځل لپاره یې لغمان لیدلی؛ خو په دې ولایت کې شته وضیعت دوی ته دا ورښيي، چې د هېواد د ټولو سیمو تر منځ کلتوري ګډې ځانګړنې شته او په دې ولایت کې د نوښتونو څرک ترې لیدل کېږي. امین زاده زیاتوي:
«د هېواد تاریخ ټول له ملي یوالي او ګډو دیني او ملي ارزښتونو ډک دی. د جګړې بد سیوري دا شی زیانمن کړی دی. موږ په داسې غونډو سره کولای شو، چې بېرته په خلکو کې د د ملي وحدت شاهدان واوسو.»

تجربې، پرمختګونه او لاسته راوړنې د دې پروګرام بله لاسته بله موخه ده. بل خوا په سیمه ایزه حکومتدارۍ کې د هېواد د بېلابېلو سیمو د ځوانانو په هکله پوهاوی هم د دې پروګرام له موخو څخه ده، تر څو ځوانان په دې برخه کې تجربه وکړي او د حکومت په جوړولو کې برخه واخلي. په هېواد کې د بېلابېلو سیمو تر منځ ټولنیز، سیاسي، قومي او فرهنګي سستوالي هغه څه دي، چې اوس یې د جوړولو لپاره تر بل هر وخت زیاتې هڅې په کار دي؛ خو د ورته پروګرامونو جوړول کولای شي، چې یادې پولې ونړوي او پر جنګ کې روزونکی او بېل نسل سمې او یوې سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي لارې ته برابر کړي.