WhatsApp Image 2020-01-20 at 12.37.50 PM

د اقچې ولسوالۍ کنجد او غالۍ

neshananews

20 January 2020

د خلکو د ژوند کیسې د یوې ټولنې مهمه برخه جوړوي. د افغانستان په څېر په جګړه او باروت ځپلې ټولنه کې اوس هم خلک ژوند ته بېلابېلې هیلې لري. په دوی کې د خلکو ورځنۍ بوختیاوې هم شاملې دي.

زه(د نښانې خبریال) دا ځل د جوزجان ولایت اقچې ته راغلی یم. د کوم ځای چې غالۍ، خټکي، د کره قول پوستکي او کنجدي حلوا ډېره نامتو ده.
ناامنیو د سیمې له خلکو څخه خوښي اخیستې؛ خو بیا هم خلک په کارونو بوخت دي. د کنجدو حلوا پخونه، د خټکو خوږلني او د سرو غالیو اوبدلو له خلکو څخه د امنیت غم هېر کړی دی.

د کنجدو د حلوا یوې کارخانې ته ورځو او له یوه کارکوونکي عبادالله سره یې خبرې کوو. عباد الله شپه ورځ په دې کارخانه کې کار کوي. له هغه څخه یې اورو: ” موږ د ورځې درې ډوله حلوا پخوو. اوس د کنجدو حلوا پخوم. تر څنګ یې د چهارمغزو او نوره پسته حلوا هم پخوو.”.
عبادلله د حلوا پخلی له خپل پلار څخه زده کړی؛ خو اوس د ده خپله څو تنه شاګردان دي. هغه زیاتوي:
” له موږ سره په دې کارخان کې نهه تنه کار کوي، چې د هر یوه د ورځې مزدوري له دوه نیم سوه افغانیو پیل نظر وړتیا ته لوړېږي.”.
په افغانستان کې باید سړی د سوداګرۍ د پراختیا په پار زیات وخت او هڅې تر شا کړي.
عبادالله د خپلې کارخانې د پراختیا په هکله:
“د ورځې له ۸۰ تر ۱۰۰ منه د کنجدو حلوا تیاروو، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې پلورل کېږي. دا چې د کور اړتیاوې پوره کولای شو او نورو کسانو ته مو هم د کار زمینه برابره کړې ده له خپله کاره ډېر خوښ یم.”.


د ګاز او برېښنا نه شتون د افغانستان د ټولو کارخانو لویه ستونزه ده. اقچه هم له دې اسانتیاوو بې برخې ده؛ خو تر څنګ یې پاکې اوبه هم پکې کمې دي. عبادالله هم د دې دریو واړو له نشتوالي سر ټکوي او له دولت څخه د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د کنجدو، بورې او اوړو په ګډولو د کنجدو حلوا تیارېږي. د افغانستان د شمال خلک په بېلابېلو وختونو کې د کنجدو حلوا خوري په ځانګړې توګه د سهار له چای سره. د ناامنیو له امله ځوانان له هېواده بهر ځي؛ په دې هکله د دې کارخانې یو کارکوونکی وایي:
“زما نوم قربان نظر دی. هر ورځ په دې کارخانه کې کار کوم او په واسطه یې د کورنۍ نورو لسو غړو ته نفقه برابروم.”

یو کال کېږي، چې قربان نظر د حلوا پخلی زده کړی هغه زیاتوي:
“که وغواړو په خپل هېواد کې هم ځان ته د کار زمینه برابرولی شو. که امن راشي، هېڅ نورو هېوادونو ته د تګ اړتیا نشته.”

نظر له خپله کاره خوښ دی، هغه له دولت څخه د خپلې سیمې د امنیت، ګاز، برېښنا او اوبو غوښتنه کوي، چې کارخانه یې پرې زیات کار وکړي.
د پاکو اوبو، برېښنا، امنیت او ګاز نشتون د اقچې د خلکو له لویو ستونزو څخه دي، چې په څو واره یې له دولت د حل غوښتنه کړي ده.