s1

ښځې د سولې مخکښانې د لوېديځ زون د ښځو د حق غوښتنې ناسته 

neshananews

12 January 2020

د سولې په خبرو کې د ښځو نشتوالی د ښځو حقونو د ملاتړو یوه لویه نیوکه ده. هغه څه اوس یې ښځې د سولې د پروسې په دې هکله اندېښمنه کړې دي دا دي، چې د طالبانو د وخت محدودیتونه به بیا د افغانستان پر ښځو پلې شي. دوی وايي که د طالبانو د وخت محدودیتونه بیا تکرار شي، د ښځو د اتلسو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه به په بېلابېلو برخو کې اغېزمن کړي. او بیا به ښځو ته د پرمختګ او برابرۍ اجازه نه وي. په هرات کې د ښځو یوې ډلې په ګډه ناسته کې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو د ګډون غوښتنه کړې ده. دا ناسته د«ښځې د سولې مخکښانې» تر نامه لاندې وشوه.

په لوېدیځ زون کې د ښځو فعالانې وايي، چې دولت او د خبرو اترو نورې ښکېلې ډلې باید د ښځو له سرو کرښو پښه نه واړوي. دوی پر یوه پرېکړه‌لیک نهه میاشتې کار کړی دی او هغه خپله سره لیکه بولي. په دې پرېکړه لیک کې په ټولنه کې د ښځو پر ښاري حقوقو، په خبرو اترو کې د ښځو پر ګډون او د جنګ ځپلیو پر حقونو ټينګار شوی دی.

د هرات د ولایتي شورا یوه استازې سکینه حسیني وايي، چې دوی غواړي د ښځو حقونو له نورو فعالانو سره یو ځای یوه کمېټه جوړه کړي؛ تر څو د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون لپاره کار وکړي.

راټولو شویو مېرمنو په لویو او ملي پرېکړو کې د ښځو د ګډون پر څرنګوالي نیوکه وکړه. دا مېرمنې وايي، چې نور به کوم چا یا کومې ډلې ته اجازه ور نه کړي، چې ښځې په ملي پرېکړو کې چوپتیا ته اړې کړي. د فراه ولایت اوسېدونکې حبیبه، چې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیاله او د ښځو د حقونو فعاله ده وايي: «د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون پر څرنګوالي نیوکه لرو. دا پروسه به هېڅ مثبته پایله و نه لري.»

د دې ناستې نورې ګډونوالي وايي، چې دوی به اجازه ور نه کړي، چې د سړیو په اشارو روان سیاستونه د ښځو لاسته راوړنې د سولې د روانو خبرو اترو قرباني کړي. د ښځو د نننۍ ناستې غړې دا ناسته د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون په هکله لومړی ګام بولي. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کرخي وايي، چې په ملي پرېکړو او مسلو کې د ښځو شاتوالی د ښځو له صحنې ویستلو لپاره فرصت دی، چې دا سړي‌سالارۍ ته زیات فرصت ورکوي. نوموړې له ټولو افغانو مېرمنو څخه غواړي، چې په دې خوځښت کې ورسره ملې شي.

عبدالله سلجوقی/ نیک محمد ذکی