کتاب-شعر-880x550

د افغانستان د معاصر شعر انتولوژي کتاب په عربي ژبه چاپ شو

neshananews

06 June 2021

د لبنان په مرکز بېروت ښار کې المدی خپروندیې ټولنې د افغانستان د معاصر شعر انتولوژي کتاب پر عربي ژبه چاپ کړ. په دې کتاب کې د افغانستان د معاصرو شاعرانو شعرونه خپاره شوي دي.
عراقۍ ژباړنې مریم العطار دا کتاب له فارسي پر عربي ژباړلی دی. هغې مخکې هم د فارسي شعر ځینې ټولګې لکه د فروغ فرخزاد دېوان عربي ژبې ته ژباړلی و.
د افغانستان د معاصر شعر انتولوژي کتاب کې د ژباړنې پر ذوق د ۳۵ شاعرانو شعرونه غوره شوي.
وحید بکتاش، پرتو نادری، لیلا صراحت روشني، ابوطالب مظفري، محمدشریف سعیدي، قنبرعلی تابش، ضیا قاسمي، محبوبه ابراهیمي، باران سجادي او شکریه عرفان هغه شاعران دي، چې په دې ټولګه کې یې شعرونه تر سترګو کېږي.
د دوی تر څنګ د عاطف حسیني، حفیظ‌الله شریعتپ سحر، امان بویامک، فاطمه روشن، رحمیه میرزایي، زهرا زاهدي، معصومه احمدي، الیاس علوي، مارال طاهري، ریحانه اخوندزاده، مریم ترکمني، سلما شریفي، مجیب‌ مهرداد، یاسین نگاه، امان میرزایي، حسین ابراهیمي، کریمه شبرنک، حکیم علیپور، حسین رضایي، صدا سلطاني، مریم هاتف، معصومه موسوي، هادي هزاره، مهدی سرباز او زینب حسیني شعرونه هم په یاد کتاب کې ځای پر ځای شوي دي.
مریم العطار وایي، چې د افغانستان د معاصر شعر له لوستو د افغانستان پر وضعیت پوه شوې.
مېرمن العطار وایي، افغانان چې په جګړې او تاوتریخوالي کې ژوند کوي تر سخت حالت تېرېږي.