د ملي اردو ځواکونو په کندهار کې ۲۱ د سړک غاړې ماینونه شنډ کړي
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ملي اردو ځواکونو په کندهار ولایت کې د سړک غاړې ۲۱ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د ملي دفاع وزارت نن (شنبه، تله، ۱۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ماینونه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو له خوا ځای پر ځای شوي وو. د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سره د سلګونو هېوادوالو ژوند ژغورل شوی دی. د دوی په وینا په دې سره طالبانو غوښتل، چې سړک ته هم زیان واوړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تېره اونۍ د ارزګان – کندهار د سړک یوه برخه پر ماینونو ویجاړه کړې وه. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ژمنه کړې، چې عامه ځایونه به نه ویجاوړي.
په کندهار کې ۲۹ طالب جنګیالی وژل شوئی
18 Nov 2020