آرمانی-سوم-880x550

ارماني سرتېری : د یوه امن راتلونکي لپاره جګړه کوم او تر سولې وروسته واده کوم

neshananews

26 November 2020

محمداکبر ارماني هغه سرتېری دی، چې تازه د جګړې له تود ډګره راغلی دی. هغه څلور ساعته مخکې د جوزجان په فیض‌اباد کې د جګړې له ډګره راغلی دی اوس ټاکل شوې بیا د څه سیمو د پاکولو په موخه عملیات پیل کړي.

۲۵ کلن ارماني خپل نظامي سفر له پکتیا ولایت څخه پیل کړی دی، چې اوس د شاهین ۲۰۹ قول اردو د دویمې پلې لوا، د لومړي کنډک سرتېری دی. هغه خپله د زېږد مېنه پکتیا له وېره خپروونکو سره د مبارزې په پار پرېیښې. اته کاله کېږي، چې په بدخشان، تخار، کندز، سمنگان، بلخ او جوزجان کې د دولت د وسلوالو مخالفانو پر وړاندې جګړه کوي.

محمداکبر رحماني وايي، چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ غړی دی، چې د پلار او مور تر څنګ یې څلور خویندې هم لري. اووه کاله کېږي، چې نظامي مزل یې پیل کړی دی. ارماني دوه کاله مخکې کوژده کړې. هغه وايي، چې یو کال کېږي د خپلې کوژدنې سیمې ته نه دی تللی، ځکه چې هغه سیمه د طالبانو له تر واک لاندې سیمو سره پوله لري.

دا نظامي سرتېری وايي؛ امنیتي ځواکونه به طالبانو ته اجازه ور نه کړ ي، چې د دوی امنیتي پوستې او تر واک لاندې سیمې ونیسي. هغه وايي، تېره شپه یې هم پر فیض اباد ښار د طالبانو پراخ برید پر شاه کړی دی. د ارماني په وینا جګړه بهرنیانو پر افغانستان ورتپلې ده. څنګه، چې د محمداکبر تخلص ارماني دی په خپله هم ارماني برېښي. هغه وايي: « د سولې د خبرو په تمه یم، تر څو واده وکړم.»

محمداکبر ارماني وايي، چې کورنۍ او مېرمن یې د سولې په تمه دي تر څو د سولې له راتلو سره د هغه واده وشي. هغه وايي، په هېواد کې سولې ته هیله‌من دی. ارماني وايي، تر هرې جګړې وروسته طالبان او افغان سرتېري تر یوې خاورې لاندې خښېږي؛ خو د هغه په وینا د طالبانو جګړه د پردیو لپاره ناجایزه ده؛ دوی د پردیو لپاره هېواد ورانوي او د هېواد سرتېري له هېواد څخه د دفاع په موخه جګړه کوي.

ارماني له تېرو اوو کلونو راپدېخوا سختې او درنې جګړې تېرې کړې دي. هغه وايي، د بغلان په شهرکهنه کې بې دمې ۴۰ ساعته د طالبانو پر وړاندې جنګېدلی دی او هغه جګړه یې لا اوس هم په ذهن کې ده.

افغانستان د بېلابېلو ژبو، فرهنګونو، قومونو او لهجو هېواد دی. محمداکبر ارماني لومړی له پکتیا څخه بدخشان ته تللی او تر هغې وروسته جوزجان ته تللی. نوموړی په تېرو اوو کلونو کې له بېلابېلو فرهنګونو سره بلد شوی دی. اوس یې د جوزجان د فیض‌اباد سړو دښتو شونډې خندنۍ کړې دي. هغه وايي، ازبکي ژبه یې زده ‌کړې او اوس حتا کولای شي ګټه ترې واخلي. هغه وايي، له یوه ولایت څخه بل ته راتګ د دې سبب کېږی، چې د افغانستان وګړي یو بل زیات وپېژني.

په تېرو دوو لسیزو کې که څه هم دولت په ګرځندوی لږه پانګونه کړې؛ خو پوهنتونونو او امنیتي بنسټونو د تګ راتګ دا تشه ډکه کړې. زده‌کړیال له هرات څخه جلال اباد ښار ته کامیاب شي او سرباز له بدخشان څخه نیمروز ته ځي؛ نو ځکه د اردو سربازان د دفاع تر څنګ د فرهنګي پیغام رسوونکي دي.

ښاغلی ارماني وايي، چې د سولې په راتګ سره به واده کوي تر څو اولادونه یې په سوله کې لوی شي. هغه همداراز وايي، چې تر څو یې نور ملګري په سنګرونو کې وي دی به هم په خندا ورځي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې به په مثبته روحیه جګړه کوي.