789700-9=

عطاخان شینواری؛ د دوو وروڼو له شهادت سره هم پر وطن سر ورکولو ته چمتو یم

neshananews

10 July 2021

لیکنه: عابد ندیم

په افغانستان کې د روان خونړي جنګ د مرګ او درد رګ د هر افغان زړه ته رسېدلی او لسیزې وشوې، چې جنګ په ډېرو کورنیو د مرګونو میچنې وګرځولې؛ خو لا یې هم خوا سړه نه ده.

 عطاء خان شینواری چې د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او فعلاً د جلال اباد ښار اړوند کابل کیمپ ساحه کې اوسیږي، روانې جګړې له یوه داسې ناورین سره مخ کړی، چې داستان یې یوه لویه غمجنه تراژیدي زېږوي. نوموړي خپل دوه وروڼه اسلم خان او امېد خان په پرله پسې ډول له خپل وطن او ولسه د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړل، چې اوس یې له نومونو سره د شهید کلیمه پر وطن د مېړانې کیسه هر دوست او خپلوان ته وریادوي.

عطاءخان پخپله هم اوسمهال د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کوي. موږ له عطاءخان شینواري سره د هغه د دندې او ژوند په اړه خبرې کړې.

عطاء خان شینواري له نشانه خبري اژانس سره په خبرو کې وایي، چې د خپلو وروڼو د  پر قربانۍ د ویاړ تر څنګ هغوی د دې خاورې او ولس د ارامۍ قربانيان وبلل او ویې ویل:

“له خپل وطن څخه د دفاع په لاره کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکول که څه هم د زغم خبره نه ده؛ خو بیا هم د ویاړ ځای دی، چې زما یواځیني دوه وروڼه په دغه لاره کې شهیدان شول او تر هغې چې زما د نسل او ذات په تن کې یو څاڅکی وینه هم موجوده وي؛ نو د خپلو شهیدانو لاره به تعقیبوو او پر پل به یې پل ږدو.”

عطاء خان شینواری دا مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي، نیازولي مسلم شینواري سره سکرتر دی، څو د خپلې کورنۍ او یتیمانو د رزق او نفقې غم وخوري؛ خو د نوموړي په وینا د ورونو شهادت یې د کورنۍ پر اقتصادي وضعیت هیڅ کوم تاثیر نه دی کړی او له پخوا یې اوس د یتیمانو د روزنې له برکته روزي لا پراخه شوې ده.

که څه هم نوموړی دا مهال د ۲۸ تنو کورنۍ سرپرستي په غاړه لري؛ خو لا یې هم له وطن سره مینه او احساس په جذبو دی او د خپلو شهیدو وروڼو پر لاره ورته قدم خوند ورکوي، ځکه خو وایي:

“کله چې له کاره راشم؛ نو د شپې له خوا د وطن او ولس د ارامۍ لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ یم او تر سهاره د وطن د ارامۍ لپاره ويښ یم، که سر مې هم د دې وطن او ولس لپاره قرباني شي؛ نو بچیان به مې دا لاره تعقیبوي.”

که په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو ته ځغلنده نظر وشي؛ نو د عطاء خان شینواري کورنۍ غوندې لسګونه کورنۍ دي، چې د ویر پر ټغر ناستې دي؛ خو ځینې لا هم قربانۍ ته تیارې دي.