په ننګرهار کې یو تن له ۱۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو سره نیول شوی
د ننګرهار چارواکي وايي، طالبانو د یاد ولایت په سره رود ولسوالي کې یو تن له ۱۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو سره نیولی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې
دا کس د سره رود ولسوالۍ په سیدانو کلي کې نیول شوی.
د دوی په وینا دې کس د ترهګریزو کړنو په موخه ۱۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي لېږدول، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی.
د ننګرهار چارواکي وايي، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی.