42323432423

طالبانو په ننګرهار کې درې پلونه ویجاړ کړي

neshananews

05 August 2021

د ننګرهار چارواکي وايي، طالبانو په یاد ولایت کې درې پلونه ویجاړ کړي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دا پلونه په سرخرود ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

امرخېل وايي، طالبانو دا پلونه پر چاودېدونکو موادو تخریب کړي. د هغه په وینا له دې سره جلال‌اباد ښار ته د سرخردو، خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالۍ د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مخکې د کندهار په ارغنداب کې هم ګڼ پلونه پر بمونو الوځولي.