a95d965a-261e-400d-a68f-0c98ec1f0822

د ننګرهار په اچین ولسوالي کې ۱۵ طالبان وژل شوي

neshananews

03 August 2021

د ننگرهار امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په اچين ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې د ساحل پر د طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان پکې وژل شوي او ۷ ټپيان دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي زیاتوي، دا عمليات د اچین ولسوالۍ په نرګوسۍ او باغدرې سيمو کې شوي، چې پر مهال يې د وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړې او همدا راز يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.