پولیس یک

جوزجان: د پولیسو ځینو افسرانو له خپل معاش څخه جګړه ځپلیو ماشومانو ته اختری ورکړ

neshananews

10 May 2021

په جوزجان کې د پولیسو ځینو افسرانو د معاش یوه برخه په یاد ولایت کې د جګړه ځپلیو ماشومانو اختري ته ځانګړې کړه. دوی پنځوسو بې پناه او جګړه ځپلیو ماشومانو ته جامې، څپلکې او قرطاسیه واخیسته.
د جوزجان د پولیسو ویاند مسعود ندیم نن (یکشنبه، د غویي ۱۹) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د پولیسو دې افسرانو په خپله خوښه جګړه ځپلیو ماشومانو ته د اختري د ورکړې پرېکړه کړې.
ښاغلی ندیم وایي، چې نور افسران هم باید د روژې په ورځو کې له دې ماشومانو سره مرستې ته وهڅول شي.
د جوزجان د پولیسو قومندانۍ د ویاند په وینا د پولیسو د افسرانو دا پرېکړه به د هېواد نظامیانو ته یوه ښه انګېزه وي.
ضیاءالله عرب یو له هغو افسرانو څخه دی، چې د دې ماشومانو اختري ته یې د معاش یوه برخه بېله کړې. هغه اوسمهال له کوره لرې په جوزجان ښار کې دنده تر سره کوي. نوموړی وایي، چې له کورنۍ او خپلو اولادونو لرې دی نو و یې غوښتل نیم معاش خپل کور ته ولېږي او د معاش یوه برخه جګړه ځپلیو او یتیمو ماشومانو ته ځانګړې کړې کوم، چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پرېیښې او شبرغان ښار ته راغلي.
د وروستۍ لسیزې جګړې د دې سبب شوې، چې د جوزجان ډېری اوسېدونکي خپلې سیمې پرېږدي او شبرغان ښار ته راشي.
د جوزجان د پولیسو قومندانۍ یو چارواکی ولې محمد چریک وایي، چې په دې ماشومانو کې یې ځینو خپل د کورنیو ګټندوی له لاسه ورکړي، ځینې یې پر واټونو شیان پلوري او کورنۍ ته نفقه ګټي.
ښاغلی چریک وایي، چې جګړه ځپلي ماشومان پر ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه په نظامیانو حق لري. د هغه وایي چار په جوزجان کې د پولیسو نظامیان خوشحاله کړي دي.


نورالله یو له دې بېوزلو ماشومانو څخه دی، چې دوه کاله مخکې یې کورنۍ د شیرین تګاب ولسوالۍ له ناامنیو شبرغان ته راکډه شوه. پلار یې په ایران کې مزدوري کوي او دا ماشوم اوس د کورنۍ ګټندوی دی.
نورالله وایي، خویندو او وروڼو یې په تېرو دوو کلونو کې د اختر جامې نه دي اغوستې. هغه د پولیسو له افسرانو خوښ دی او له سوداګرو هم غواړي چې له جګړه ځپلیو سره مرسته وکړي.
محمد عزیز بل ماشوم دی، چې وایی یو کال مخکې یې پلار د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې ووژل شو اوس د شپږ کسیزې کورنۍ غړی او د څلورم ټولګي زده کوونکی دی.
محمدعزیز تمه لري، چې په راتلونکي کې سرتېری، ډاکټر یا انجینر شي تر څو له جګړه ځپلیو ماشومانو سره مرسته وکړي. هغه له هغو افسرانو مننه کوي، چې له ده او نورو ماشومانو سره یې مرسته کړې.
په دې کار سره د دې ماشوم مینه له سرتېرو سره زیاته شوې. محمد عزیز چې په روژه په شبرغان ښار کې پیرکي خرڅوي تمه لري، چې یوه ورځ خپلې کورنۍ ته، چې د سرپل په صیاد ولسوالي کې دی لاړ شي.
د جوزجان د بېځایه شویو او کډوالو چارو ریاست د شمېرنو له مخې په تېرو دریو کلونو کې له فاریاب، سرپل او د جوزجان له ناامنو ولسوالیو څخه شل زره کورنۍ فاریاب ته راکډه شوې. د یوې بلې شمېرې له مخې اوسمهال په جوزجان کې ۵۰۰ ماشومان په سختو کارونو او لاسپلور بوخت دي. له دوی څخه یې ډېر هغه ماشومان دي، چې له جګړه ځپلیو سیمو شبرغان ښار ته راغلي.