قندهار--

کندهار کې چاودنې درې پوليس ژوبل کړي

neshananews

08 July 2021

په کندهار کې چاودني درې پوليس ټپيان کړي.

یوه سرچينه نن وایي، نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۷مه) د کندهار د لسمې حوزې اړوند له کارته معلمين سره چاودنې درې پوليس ټپيان کړي.

د سرچينې په خبره ماين له ماموريت سره ولاړو سرتېرو ته ور غورځول شوی. په چاودنه کې درې د پولیسو منسوبین ټپیان شوي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.