d61926af-c44b-4e3a-872b-ac7442feb1ef

په کندهار کې يو رنځورپال وژل شوی

neshananews

07 August 2021

روغتيايي چارواکي وايي، کندهار کې يو رنځورپال(نرس) وژل شوی دی.

د کندهار ميرويس روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نن شنبه (د زمري ۱۶مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، د ميرويس حوزوي روغتون رنځورپال ډاکټر ولي محمد د نامعلومو کسانو له لوري څو ورځې وړاندې د ۷مې امنيتې حوزې اړوند د خپل کور مخې ته په ډزو ټپي شوی و، چې نن سهار يې ساه ورکړې.

فرهاد زياتوي ډاکټر ولي محمد له تېرو ۸ کلونو راپدېخوا په ميرويس حوزوي روغتون کې دنده لرله.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ډاکټر چا او ولې وژلی دی.