blurrr

کندهار نښتې؛ شپاړس ملکي وګړي ټپيان او دوه وژل شوي

neshananews

08 August 2021

روغتيايي چارواکي وايي، په کندهار کې د نښتو په پایله کې شپاړس ملکي کسان ټپيان شوي او دوه وژل شوي.

په کندهار کې د میرويس حوزوي روغتون مسوولینو نن يکشنبه (د زمري ۱۷مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، د دوی روغتون ته د کندهار ښار له مرکز او نورو نږدې سیمو څخه دوه جسدونه او ۱۶ ټپیان وروړل شوي.

د روغتيايي مسوولينو په خبره د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې پر مهال ۱۶ ملکي کسان ټپيان شوي او ۲ نور وژل شوي دي.

د دوی په خبره په ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

تر اوسه معلومه نه ده مرګژوبله له کومې جنګي غاړې ملکي کسانو ته اوښتې.