f3206b00-7c4b-4006-a527-969c5f05bb66

کندهار کې په شخصي لګښت يو کتابتون جوړ شوی

neshananews

07 August 2021

 په کندهار کې پر شخصي  لګښت يو کتابتون جوړ شوی دی.

په کندهار کې د کندهار فرصت وړيا ښوونيز مرکز ولايتي مسوول مسعود رښتين نن شنبه (د زمري ۱۶مه) نشانه خبري اژانس ته وویل دوی د فرصت پر نوم کتابتون د ۸۵۰۰ افغانۍ په ارزښت جوړ کړی دی.

رښتين وايي د دغه کتابون له جوړېدو څخه يې موخه د کندهار فرصت ښوونيز مرکز په انګړ کې د فرهنګ ترويج، د زده کوونکو هڅوونه او د علمي فعاليتونو پیاوړی کول دي.

رښتين زياته کړې ياد کتابتون د ۲۰۰۰ کتابونو د ساتنې وړتیا لري، د ده په خبره د ياد کتابتون ټولې چارې د زده کوونکو او کتاب مینوالو له لوري مخته وړل کيږي.

ياده دې وي تر دې مخکي هم يو کتابتون د سولې پر نوم پرانيستل شوی و، چې اوس زیات لوستونکي لري.