logo 678967967

قومندان صلاح الدین پامیر او د سنګر کلونه

neshananews

04 August 2021

صلاح‌الدین پامیر د هېواد له پېژندل شویو نظامیانو څخه دی، چې زیات عمر یې د هېوادوالو لپاره په جګړه تېر کړی دی. دا ځوان له تېرو څورلسو کلونو راپدېخوا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کوي او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

صلاح‌الدین پامیر دوولس کاله د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتېری و، هغه په هلمند، کندهار، لوگر، میدان‌وردګ، غور، کابل، تخار او بدخشان کې دندې کړې دي. هغه د تخار د خواجه بهاوالدین او د غور د چهارسدې ولسوالیو او نورو سیمو په خونړیو جګړو کې ونډه اخیستې ده. قومندان پامیر کلک، بیدار او روحیه لرونکی نظامي دی.

په وروستیو کې د جګړې د مهار لپاره اغېزمن کادرونه په نظامي واحدونو کې د اردو او پولیسو په لیکو کې ګومارل شوي، چې قومندان پامیر هم یو له هغوی څخه دی. هغه اوس تازه په بدخشان کې د امنیه قومندانۍ د عملیاتي واحد قومندان ټاکل شوی او اوس یې سرتېري د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي. پامیر قومندان، چې په جګړو کې یې تجربه پخه شوې، په مینه پر دښمن ورځي او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

دې قومندان، چې د هېواد په ډېرو جګړو کې یې برخې اخیستې، په بدخشان کې یې د منتظره قطعې سرتېرو ته سوق ورکول هم خلکو او هم سرتېرو ته د زړه ډاډ ورکوي. پامیر د سختو مبارزو او سرښندنو له امله په تېرو کلونو کې د ځوانانو تر منځ د مېړانې په یوه نمونه بدل شوی دی.

هغه له نشانه خبري اژانس سره د خبرو پر مهال هم د جګړې په کرښه کې و. دا قومندان په مېړانه او لوړه روحیه د سنګر ساتلو خبره کوي او وايي، هېڅکله یې له طالبانو څخه زړه ته ډار او وهم نه دی ورلوېدلی.

قومندان پامیر وايي، هغه له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او طالبان د نظام د سقوطولو وړتیا نه لري. ښاغلی پامیر زیاتوي: « طالبانو ته مې دا پیغام دی، چې د افغانستان د سقوط فکر و نه کړي. د هېواد زړورو اولادونو امنیتي ځواکونو خپلې سینې طالبانو ته سپر کړې او اجازه نه ورکوي، چې طالبان په افغانستان کې خپلې تګلارې عملي کړي.»

هغه زیاتوي: « د طالبانو پر وړاندې زما جګړه د باطل په مقابل کې د حق جګړه ده. زما لاره حقه ده، اصل جهاد موږ کوو، ځکه چې د خلکو له شرف، ناموس، خاورې او عزت څخه دفاع کوو او د خلکو د ارامۍ لپاره مبارزه کوو.»

پامیر وايي، د امریکايانو تر وتلو وروسته د طالبانو جګړې رنګ بایللی او د جهاد په اړه د هغوی خبري معنا نه لري:

 «جهاد د چا پر وړاندې؟ د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې!؟»

هغه په دې باور دی، چې نور طالبان د جهاد پر نوم خلکو ته دوکه نه شي ورکولای. د هغه په وینا د افغانستان ټول وګړي مسلمان دي او د خلکو د کورونو، عامه ځایونو ړنګول او بې کوره کول جهاد نه دی. دا ځوان قومندان زیاتوي: « مخکې به طالبانو ویل، چې موږ د بهرنیانو د شتون له امله جګړه کوو؛ خو اوس کیسه سرچپه شوې، اوس له موږ سره بهرني سرتېري نشته؛ خو د طالبانو په لیکو کې لسګونه بهرني تروریستان دي.»

ښاغلی پامیر وايي: « موږ د هېواد د ابادۍ او پراختیا لپاره جګړه کوو، تر څو د دې د هېواد ماشومان ښوونځیو، ځوانان پوهنتونونو ته لاړ شي او ټول خلک بې له کومې اندېښنې ژوند وکړي. موږ د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو د تګلارو پر وړاندې جګړه کوو.»

د پولیسو دا تجربه‌کار قومندان وايي، چې د امنیتي ځواکونو هر منسوب سرښندنې ته چمتو دی او بې له کومې وېرې د هېواد د امنیت او ملي ارزښتونو لپاره جګړه کوي.

په وروستیو کې له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو هراړخیز ملاتړ د دې سبب شوی، چې امنیتي ځواکونه تر پخوا مقاوم او خپلو دندو ته لا لېوال کړي. په دې سره امنیتي ځواکونه اوس تر پخوا ځان د خلکو او هېواد د امنیت پر وړاندې زیات مسوول ګڼي.

په بدخشان کې د پولیسو دا قومندان زیاتوي:« زموږ دا ژمنه ده، چې یا به مرو یا به بریالي کېږو. موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې ارام ویده شي، ځکه د دوی اولادونه په امنیتي ځواکونو ویښ دي او د خلکو د عزت او شرف لپاره جګړه کوي.» قومندان پامیر وايي، چې طالبان د پردیو د لاس اله دي او همدا اوس پاکستان دوی د افغانانو پر وړاندې د الې په توګه کاروي. د هغه په خبره طالبان د خلکو او د وطن د برخلیک په اړه هېڅ څه ته ژمن نه دي. هغه زیاتوي: « له بده مرغه موږ تل د ورانۍ او وطن د ویجاړېدۍ شاهد یو، چې بېوزلي او بدبختي دواړه ورسره دي.»

د دې سرتېري په وینا هېواد په بحراني حالت کې دی؛ نو ځکه ټولو هېوادوالو ته ښايي، چې د هېواد د بقا او عزت لپاره ودرېږي او اجازه ور نه کړي، چې د هېواد پر ملي ارزښتونو لوبې وشي. نوموړی جګړه بدبختي بولي او وايي، جګړه له ورانۍ، تباهۍ او تیارې پرته بل پیغام نه لري. د هغه په خبره موږ باید له نورو زده‌کړو او د هېواد د ګټو او ارامۍ لپاره یو او لاس په کار شو.

د دې ځوان اخیري پیغام هغو پولیسو ته دی، چې د جګړې په کرښه کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي:« له ټولو غواړم، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي. د هېواد له شرف، عزت څخه دفاع د ځوانانو او افغانانو وطني او اخلاقي مسوولیت دی.»

پامیر له طالبانو سره د مبارزې په سنګر هم راتلونکي ته هیله‌من دی. هغه وايي، امنیتي ځواکونه به د هېواد بد حالت کابو کړي او د افغانستان د خلکو په مرسته به په هېواد کې د امن فضاء خپره شي.