562d7792-6908-43cf-b51c-f2c762feb3a0

مسعود ارشد: تل مې په لومړۍ کرښه کې جګړه خوښېږي

neshananews

25 July 2021

مسعود ارشد په بدخشان کې د پولیسو هغه افسر دی، چې تل يې په لومړۍ کرښه کې جګړه خوښېږي. هغه په نظامي برخه کې زده‌کړې کړې دي او زیات کلونه یې د یوه روزل شوي او بانظمه افسر په توګه په پولیسو کې دنده تر سره کړې. نوموړی یو وخت په بدخشان کې د پولیسو ویاند و او په بدخشان او سرپل کې یې د ځانګړو ځواکونو د سرتېري په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

مسعود ارشد په ۱۳۹۰لمریز کال کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه په لومړۍ درجه فارغ شو او بیا یې د کورنیو چارو وزارت د پالیسي په ریاست کې دنده پیل کړه. هغه په داخلي او بهرنیو برسونو کې کې هم ګډون کړی دی. تر هغې وروسته دا ځوان افسر په ۱۳۹۲لمریز کال کې په لوګر ولایت کې د شینګ کېمپ د ټولۍ قومندان وټاکل شو، چې دوه کاله یې دا دنده پر مخ یووړه. دوه کاله یې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د خوندیتوب قطعې د قومندان په توګه دنده تر سره کړې.

مسعود ارشد اوس په بدخشان کې د ریزرف عملیاتي قطعې مرستیال دی او پر فیض‌اباد د بریدونو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي. هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې او په دې برخه کې بشپړه تجربه لري. هغه اوس له خپلو سرتېرو سره په لومړۍ کرښه کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي. کله، چې په وروستیو کې طالبانو پر بدخشان بریدونه وکړل، په پر شا کولو کې یې د ښاغلي ارشد رول ډېر روښانه و.

د هغه تل د جګړې جامې پر تن وي، له شاجورونو ډکه پټه یې تر ملا تړلې وي او هر ځای د طالبانو کړنې څاري. که څه هم د ارشد عمر دومره نه دی؛ خو په نظامي برخه کې یې ډېر کار کړی او ګڼې لاسته راوړنې یې درلودې. نوموړی په دې عمر لوړو دندو ته رسېدلی. دا ځوان افسر وایي، له کومې ورځې، چې په بدخشان کې د پولیسو ویاند و، دا یې خوښېدل چې له امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړي. هغه وايي، په جګړه کې یې لاس ته راوړنې او بریاوې د دې سبب شوې، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې لویو مدیریتي څوکیو ته ورسېږي.

ښاغلی ارشد ډاډ ورکوي، چې د طالبانو د واک جغرافیې پراخۍ او د ټولو هغو ګواښونو مخه به نیسي، چې فیض اباد ښار ته متوجه وي. د هغه په وینا د بدخشان د ولسوالیو له سقوط سره امنیتي ځواکونو فیض‌اباد ته د ټولو غځېدلو لارو امنیت ټینګ کړی او د بدخشان مرکز ته یې د طالبانو لارې تړلې دي.

د پولیسو دا افسر تمه لري، چې په هېواد کې به سوله راشي؛ خو که سوله را نه شي امنیتي ځواکونو به ژر له واکه تللې سیمې بېرته ونیسي. د هغه په وینا افغان دولت د سولې په خبرو کې د حسن نیت په موخه ګڼې قربانۍ ورکړي؛ خو طالبانو دا ټولې پر مخ ووهلې او د حسن نیت پر ځای پر تاوتریخوالي او جګړې باندې تمرکز کوي.

د امنیتي ځواکونو دا افسر وايي، طالبان د سولې نیت نه لري او له نظامي لارې په هېواد کې د قدرت په لټه کې دي؛ خو امنیتي ځواکونه به دوی ته د دې کار اجازه ور نه کړي؛ پاڅونوال او امنیتي ځواکونه به د طالبانو دا هیله په خیال وربدله کړي.

د ارشد په وینا په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د طالبانو د حاکمیت مجال نه لري او په وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو مقاومت هم دا ښيي، چې ټولنه نور طالبي فکر نه مني. ارشد وايي، امنیتي ځواکونو په بدخشان کې له لاسه د تللو سیمو د نیولو لپاره وړ تګلارې جوړې کړې، چې ژر به یې پلې کړي. د ارشد په وینا امنیتي ځواکونه به دا سیمې بېرته له طالبانو ونیسي او د خلکو ارامي او ژوند به بېرته عادي حالت ته راوګرځي.