678769867986

یوې ښځې له امریکا څخه زرو امنیتي سرتېرو ته کرېډيټ کارتونه رالېږلي

neshananews

01 August 2021

د سرتېرو سږني لوی اختر له نورو اخترونو سره توپیر درلود؛ ځکه د جګړې ډګر تود و او د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اوربند هېڅ درک نه و. د جګړې زیاتوالی د دې سبب شوی، چې ګڼ سرتېري له کورنیو رخصتیو پاتې شي. هلمندی سرتېری په جوزجان او بدخشانی سرتېری په کندهار کې د وسلوالو بریدګرو پر وړاندې جنګېږي. دا ټول سرتېري په تېر اختر کې د مور او پلار د لاسونو او اولادونو د مخونو له ښکلولو محروم وو. یواځینۍ لاره، چې دوی له خپلو کورنیو سره پرې اړیکې نیولې هغه تیلیفون و.

د جګړې په ډګر کې د کرېډيټ کارت تر لاسه کول هم ساده خبره نه ده. سرتېري ډېر ځله د جګړې په ډګر کې د کرېډيټ کارټونو له کمښت سره مخ کېږي او په اوونیو یې له خپلو کورنیو سره اړیکې نه وي. په سږني اختر کې یوې ښځې له امریکا څخه سلګونو سرتېرو ته کرېډيټ کارتونه لېږلي، چې سرتېري پرې له خپلو کورنیو سره اړیکې ونیسي.

مارینا عمري مدني، د کډوالو او ښځو حقونو فعاله ده، چې په امریکا کې اوسي. هغې د ۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت کرېډيټ کارتونه سرتېرو ته رالېږلي دي. اغلې عمري تر یوه اوونۍ هڅو وروسته توانېدلې، چې دې سرتېرو ته کرېډيټ کارتونه چمتو کړي. هغې نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا یواځینی کار و، چې له هېواد څخه لرې یې له لاسه کېده. د هغې په وینا هڅه یې کړې، چې د سرتېرو او دوی د کورنیو تر منځ د اړیکو پل شي. مارینا وايي، کارتونه یې د «ډینګ» پروګرام له لارې سرتېرو ته لېږلي. «ډینګ» هغه پروګرام دی، چې پر مټ یې ټولې نړۍ ته کرېډیټ کارتونه لېږل کېدای شي.

اغلې عمري وايي، چې د سرتېرو یواځې معنوي ملاتړ بسنه نه کوي، باید له مادي اړخه هم د دوی ملاتړ وشي. مارینا وروسته تر هغې دا پرېکړه وکړه، چې افغان دولت تېر لوی اختر د «سرتېري اختر» پر نوم نومولی و. مارینا عمري وايي، چې د کړي کار په باب شاوخوا پنځه زره د مننې مېسجونه د ټولنیزو شبکو له لارې ورغلي دي.

سرتېرو ته د مارینا عمري اختریز پیغام

اغلې عمري وايي، هر سرتېري ته یې د اړتیا وړ کرېډيټ کارتونه لېږلي دي. ځينو سربازانو ته یې له ۵۰۰ تر ۲۵۰۰ افغانیو کرېډيټ لېږلي دي. دې مېرمنې له لارې غوښتي، چې ځان د افغان امنیتي ځواکونو سرسخته ملاتړې معرفي کړي. مارینا وايي، چې ډېرو سرتېرو کارت نه دی ترې غوښتی؛ خو د دې کار لپاره یې له هغې څخه ډېره مننه کړې او د هغې د دې کار هرکلی یې کړی.

مېرمن مارینا وايي، چې د سرباز ډالۍ پر نوم یې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین کړی. هغه به لومړۍ د ټولنیزو رسنیو له لاره له سرتېرو سره معرفي کېده او وروسته به یې هغوی ته اختری ورلېږه. په امریکا کې دا مدني او د ښځو حقونو فعاله هیله لري، چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ نور هم پراخ شي. د هغې په وینا په سرتېري په رښتینې توګه د هېواد ټولنیز ارزښتونه ساتي.

د اردو سرتېري

د هېواد په شمال کې د پوځ چارواکو هم د مارینا عمري د دې ګام پخلی کړی. د شاهین ۲۰۹ قول اردو د رسنیو مسوول محمدحنیف رضايي هم د مارینا دا ګام د فېسبوک له لارې شریک کړی. هغه ورسره لیکلي: « شریک یې کړئ، تر څو اتل سرتېري له دې اختري برخمن شي.»

مارینا عمري ټولنیزه، د ښځو او کډوالو حقونو فعاله ده او همداراز په افغانستان ـ امریکا دفتر کې د عامه اړیکو سلاکاره ده. هغه دوه کاله مخکې امریکا ته کډواله شوې، چې اوس د امریکا ـ افغانستان دفتر مهمه غړې ده. هغه د یاد دفتر له لارې د امریکا د سنا او استازو مجلس له استازو سره په ناستو کې هم ګډون کوي.

مارینا عمري په داسې حال کې سرتېرو ته د ۷زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اختر کرېډيټ کارتونه لېږلي، چې د هېواد ولسمشر محمداشرف غني تېر لوی اختر د سرتېرو د سرښندنو، هېواد ساتنې او په میدان کې د دوی د کلکو درېدو له امله د سرتېرو پر نوم کړ. ولسمشر د اختر په ورځ د هېواد لپاره د سرتېرو او د هغوی د کورنیو له سرښندنو مننه وکړه.