جنایي جرمونو

په لغمان کې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

neshananews

23 June 2021

د لغمان ولایت امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت لومړۍ امنیتي حوزې او د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د جرایمو ضد څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې د بېلا بېلا جنایي جرمونو په تور شپږ تنه نیولي دي.

ځایي چارواکي وایي، دغه کسان چې دوه تنه یې د یو کرولا موټر د غلا او پاتې څلور نور یې د څو تنه هېوادوالو د بې ګناه قتل په تور نیول شوي، دوسیې به یې د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې د ناامنیو تر څنګ جنايي پېښې هم زیاتې شوې. څو ورځې مخکې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د یوه امنیتي کس او وسلوالو غلو تر منځ په نښته کې دوه وسلوال غله ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.