لغمان کې د طالبانو د یوه مهم قومندان په ګډون ۳ وسلوال طالبان وژل شوي
د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قومندان په ګډون ۳ وسلوال طالبان وژل شوي. د دوی په یونا په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د لغمال د الیشنګ ولسوالۍ په ګمبه، کړپۍ، او راین سیمو کې او د الینګار ولسوالۍ په کوخي سیمه کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پکې د وسلوالو طالبانو د یوه مخکښ قومندان په ګډون درې تنه وژل شوي او ۸ نور ټپبان شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي؛ خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.