طالبان په لغمان کې د ملکي وګړي کور ته وراوښتي؛ ۳ کوروال او ۳ طالبان وژل شوي
د لغمان چارواکي وايي، تېره شپه سهشنبه (د زمري ۵مه) لس بجې طالبان د مهترلام ښار اړوند قوالخېلو په سیمه کې د اکرام پر نوم د يوه ملکي وګړي کور ته وراوښتي. د دوی په وینا د کور د خاوند او طالبانو تر منځ په نښته کې د اکرام مېرمن او دوه زامن وژل شوي او یوه بله مېرمن او درې تنه نور ټپیان شوي.
د لغمان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونه له رسېدو سره په ځوابي برید کې د طالبانو د یوه ډلمشر شاه اغا چې په بدرالدین مشهور و، په ګډون درې طالبان وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.