1-07-07 at 12.28.04

د خوست پولیسو له چاودېدونکو توکو بار موټر نیولی

neshananews

07 July 2021

د خوست امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په مرکز متون ښار کې له چاودېدونکې توکو ډک موټر نیول شوی. د خوست چارواکي زیاتوي، دا فیلډر موټر نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) د خوست ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند نیول شوی.

د خوست پولیس وايي، بریدګر غوښتل چې د خوست په ښار کې موټر ته چاودنه ورکړي، چې نیول شوي.

د خوست پولیس وايي، په موټر کې بار چاودېدونکي توکي شنډ شوي.