گروه تماس جوانان

په جوزجان کې د جګړې زیاتېدو ته د سولې لپاره د ځوانانو اړیکې ډلې اندېښنې

neshananews

11 May 2021

په جوزجان کې د سولې لپاره د ځوانانو اړیکې ډلې غړو په یوه ناسته کې په یاد ولایت کې د جګړې شدت ته اندېښنه ښوولې. د دوی په وینا د جوزجان ولایت د لویو لارو او لرې پرتو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دې ډلې غړي وايي؛ په تېره یوه اوونۍ کې د جوزجان په منجیګک ولسوالۍ کې تاوتریخوالی زیات شوی.
د یادې ډلې یوه غړي حمیدالله مسرور نشانه خبري اژانس ته وویل، چې د سولې برخلیک نامعلوم دی او له دې امله په جوزجان کې د وسلوالو مخالفینو جګړو زور اخیستی. ښاغلی مسرور وايي، چې د جوزجان ــ بلخ لاره د جګړو له امله ناامنه شوې. د هغه په وینا د جوزجان په لرې پرتو ولسواليو منجیګک او قوش‌تپه کې جګړې په شدت روانې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ بېځایه شي.
د دې ټولنې بله غړې ذکیه صوفي‌زاده وايي، چې د جوزجان په لرې پرتو ولسوالیو کې جګړې پر بازار هم منفي اغېز کړی دی. ذکیه، چې په شبرغان کې د یوه رسټورانټ څښتنه ده وايي، ښځې اندېښمنې دي، چې د موخنو وژنو ښکار نه شي. هغه وايي، چې که د جنګي ډلو مخه و نه نیوله شي جګړه به شبرغان ښار ته راورسېږي. هغه د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي، چې د سولې برخلیک وټاکي. د ذکیې په وینا هېوادوال درې ورځې نه، بلکې دایمې اوربند غواړي.
سولې لپاره د ځوانانو اړیکې له دوه کاله مخکې په ۱۳۹۸لمریز کال کې د مدني فعالانو له خوا په کابل کې جوړه شوه، چې اوسمهال یې ۲۳ غړي په جوزجان کې فعالیت کوي. د دې ټولنې غړي په ۲۹ ولایتونو کې د سولې لپاره هڅې کوي.
په ورته وخت کې د جوزجان والي محمدهاشم رییس وايي، چې په جوزجان کې د لویو لارو امنیت خوندي دی او سیمه‌ییزه اداره به طالبانو ته اجازه ور نه کړي، چې امنیتي وضعیت خراب کړي. د رییس په وینا پر لویو لارو د امنیتي ځواکونو پوستې زیاتې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا طالبانو د جوزجان د یوې پر پوله پرتې ولسوالۍ منجیګک د مرکز نیولو په موخه بریدونه پیل کړي؛ خو نه دي بریالي شوي، چې یاده ولسوالي ونیسي.