oic

د اسلامي همکاریو سازمان: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې هېڅ پلمه نشته

neshananews

10 June 2021

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د جګړې هېڅ بهانه نشته. دوی په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت نن (پنجشبنه، د غبرګولي شلمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر یوسف‌احمد بن العثیمین پرون د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له وزیر محمدیوسف حلیمي سره په لیدنه کې دا خبرې کړې دي.
ښاغلي عثیمین ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په افغانستان کې باید جګړه ژر ودرېږي او دولت او طالبان یوه سیاسي هوکړه وکړي.
په افغانستان کې د غوایي میاشتې پر یوولسمه نېټه د بهرنیو ځواکونو لېږد شوی او په راتلونکو څلورو میاشتو کې به دا لړۍ بشپړه شي. د امریکایی ځواکونو مرکزي قومندانۍ هم اعلان کړی، چې پنځوس سلنه ځواکونو یې افغانستان پرېیښی.
په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان مشر په افغانستان د حسن نیت لپاره اوربنذ ضروري ګڼي. نوموړي ویلي، چې اوربند به د سولې د خبرو لړۍ اسانه کړي.
عثیمین په افغانستان کې پر تاوتریخوالي نیوکه کړې.
که څه هم ګڼو اسلامي هېوادونو او یاد سازمان په افغان جګړه ناروا ګڼلې؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی.
طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.