111-53

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې ملکي زیان ته اندېښنه ښوولې

neshananews

08 June 2021

په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ملکي زیان ته اندېښنه ښوولې.

یاد کمېسیون نن (سه شنبه، د غبرګولي اتلسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په فاریاب، پکتیا او غور کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې.

خبرپاڼه لیکي، چې ښایي وروستي تاوتریخوالي د ملکي زیان کچه لوړه کړي.

بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې له وسلوالو بریدونو او چاودنو ډډه وکړي تر څو د ملکي زیان کچه راکمه شي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی. په ورته وخت کې له یوې میاشتې راپدېخوا   په هېواد کې مېشتو نیمو بهرنیو سرتېرو افغانستان پرېیښی.