IMG-20210703-WA0010

په کندهار د بشري حقونو ساحوي دفتر وايي، د جګړې ښکېلو لوريو له بشري حقونو سرغړونې کړې

neshananews

03 July 2021

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وايي، په وروستیو جګړو کې د جګړې ښکېلو لوريو افغان نظامیانو او وسلوالو طالبانو له بشري حقونو سرغړونې کړې دي. د دوی په وینا په جګړه کې د نړيوالو بشري اصولو ته نه پاملرنه، د دې سبب شوې، چې په کندهار کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې کچه څو برابره لوړه شي.
اوسمهال د کندهار په شپږو ولسوالیو کې حکومتي ځواکونه او طالب وسلوال په مخامخ درنه جګړه بوخت دي، موټربم بریدونه، ځمکني ماینونه او هوايي بمبارۍ د دغې جګړې لويه برخه تشکیلوي؛ خو په کندهار کې د نښتو د مرګژوبلې لویه برخه ملکي وګړي دي.
د کندهار ولايت اوسېدونکی خان محمد وايي:
« زموږ کډې تاسو وينئ، چې څه حال دی، په جنګ کې نه طالب او نه هم حکومت زموږ سره ښه کړي دواړو زموږ کورونه را خراب کړل .»
د کندهار میرویس روغتون هغه روغتون دی، چې دا مهال پکې د بلې هرې پېښې د قربانیانو په پرتله د جګړې د ټپيانو شمېر زیات دی.د یاد روغتون امر ډاکټر محمد داوود فرهاد وايي، یواځې په تېره يوه میاشت کې ۱۳۵ ملکي وګړي د جګړو له امله دغه حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي، چې له ډلې يې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مسوولین وايي، کندهار کې د جګړې دواړه لوري د بشري خوندیتوب له اصولو سرغړونې کوي.
کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشر سلطان محمد عایل وايي:
« په جګړه کې نړيوالو بشري اصولو ته نه پاملرنه، د دې سبب شوې، چې دغه ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه څو برابره لوړه شي.»
نوموړي پر ښکېلو لوریو غږ وکړ، چې بشري حقونو ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په کندهار کې نښتو زور اخیستی. په یاد ولایت کې د جګړې له امله ملکي وګړو ته د ځاني زیان تر څنګ درانه اقتصادي زیانونه هم اوښتې دي او تر څنګ یې په یاد ولایت کې د جګړو له امله زرګونه کورنیو سيمې پرېيښي، کرنیزې ځمکې او شنه باغونه یې د جګړې په ډګر بدل شوي او د حاصلاتو اخیستلو کچه يې صفر ته راټيټه شوې ده.