وزارت-داخله؛-در-قراردادهای-این-وزارت-فساد-وجود-دارد--880x550 (1)

کورنیو چارو وزارت: د اختر په ورځو کې چاودنو او بریدونو ۲۱ ملکي وګړي وژلي

neshananews

16 May 2021

د کورنیو چارو وزارت مني، چې د اختر د درې ورځني اوربند په جریان کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن نن (یکشنبه، د غويي ۲۶مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا ملکي وګړي په بریدونو او چاودنو کې وژل شوي.
د روشان په وینا په دې بریدونو کې ۳۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي. که څه هم نوموړی طالبان د اوښتي زیان مسوول ګڼي؛ خو د طالبانو د بریدونو د شمېر په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اختر په دریو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اوربند و؛ خو بیا هم په کندز، کندهار او کابل کې بریدونو د هېوادوالو ژوند اخیستی.