هلمند؛۳۶ طالبان وژل شوي او درې ميليونه پاکستانۍ کالداري له منځه وړل شوې
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي. د کورنيو چارو وزارت نن دوشنه ( زمري ۱۱) رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې عملياتو کې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي.
د کورنيو چارو وزارت په خپل دغه خبرپاڼه کې د ۳ مېليونه پاکستانۍ کالدارو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.