-07-28 at 11.21.25

کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند کې پنځوس طالبان وژل شوي

neshananews

28 July 2021

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تېره ورځ پر د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار ګڼ بریدونه کړي، چې په ځوابي بریدونو کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې.

کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د زمري ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نښتې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې او پنځمې امنیتي حوزې اړوند شوې. د یاد وزارت د مسوولینو په وینا په دې نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هلمند د هېواد په جنوب کې هغه ولایت دی، چې طالبان یې پر ګڼو سیمو واکمن دي او په وروستیو کې ناامنۍ پکې زیاتې شوې دي.